
ایکنانیوز د افغان غږ خبري آژانس له قوله راپورراکړ، د حضرت امام حسین (ع) د ویر او ماتم د شپو ورځو او د محرم د میاشتې له رارسېدو سره هممهاله، د افغانستان د شیعه علماوو شورا پرون ، د غبرګولي په ۲۵مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو مهمو شپو ورځو په اړه خپل دریځ څرګند کړی دی.
په اعلامیې کې د نبوي حدیث «حُسَینٌ مِنّی وَ أَنَا مِنْ حُسَین» په استناد راغلي دي: «د عاشورا غورځنګ د عزت، آزادۍ، عدالت غوښتنې، د نېکۍ امر او له بدۍ څخه د منع کولو او د ظلم او فساد پر وړاندې د درېدو مکتب دی.»
د افغانستان د شیعه علماوو شورا په دِې اعلامیې کې زیاته کړې چې د حضرت امام حسین (ع) قیام یوازې یوه تاریخي پېښه نه ده، بلکې د نړۍ د ټولو آزادو انسانانو لپاره د لارښوونې څراغ او د تاریخ په اوږدو کې د مظلومو ملتونو لپاره د الهام سرچینه ده.
شورا له ټولو مؤمنانو او د عزادارۍ د مراسمو له تنظیموونکو غوښتي چې د پخوا کلونو په څېر د عاشورا مراسم په ولولې او پوهاوي سره او له هر ډول محدودیت پرته ترسره کړي.
د اعلامیې په بله برخې کې له خطیبانو، واعظانو او روضهخوانانو غوښتل شوي چې ځوانان د عاشورا له اصلي موخو او پیغامونو؛ لکه عدالت غوښتنه، مسئولیت منل او د اسلامي ارزښتونو دفاع، سره په دقت او مسئولانه ډول آشنا کړي او له هغو خبرو او مطالبو ډډه وکړي چې د هېواد د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف لامل ګرځي.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا همدارنګه د ماتمي دستو او هیئتونو له مسئولینو غوښتي چې د مراسمو د امنیت د ټینګښت لپاره له امنیتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي، څو د عزادارۍ مجلسونه په ارامه، خوندي او له محدودیتونو پرته فضا کې ترسره شي.
په اعلامیه کې له امنیتي مسئولینو هم تمه شوې چې د محرم او عاشورا د مراسمو د پرتمین او خوندي ترسره کېدو لپاره لازم شرایط برابر کړي او د ټولو اتباعو دیني او مذهبي حقونه په پام کې ونیسي.
شورا له خیّرانو او نذر ورکوونکو متدینو کسانو څخه هم غوښتنه کړې چې د خیراتونو او نذرونو د وېش پر مهال د بېوزلو کورنیو او اشخاصو، په ځانګړې توګه د کډوالو، وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
د اعلامیې په پای کې راغلي دي:«د ګران افغانستان د عزت او سرلوړۍ لپاره د دعا تر څنګ، له لوی خدایه غواړو چې زموږ ملت دتوپير ، تفرقې، تاوتریخوالي او ناامنۍ له آفتونو څخه وساتي او مونږ ټول د امام حسین (ع) د مکتب ریښتیني لارویان وګرځوي.»
https://iqna.ir/fa/news/4358408/